IQNA

قرآني کیسې/13

د دایرې په شکل  د مځکې بڼې ته د قرآن اشارې

7:37 - November 19, 2023
د خبر لمبر: 3488290
ایکنا-(تهران) پوهاندو په پیل کې  خیال کاوه مځکه د یوې پاڼې په شان پرته ده  چې البته وروسته  بیا پوهاندو دغه نظریه مطرح کړه چې مځکه  ګول ده  خو له دې ټولو مخکې قرآن کریم  د مځکې د دایرې په شکل کیدا خبر ورکړی ؤ.

ایکنا دالجزیره له قوله راپور راکړ، د ؛د مځکې کروی کیدا او  د هغې دګردش یا څرخیدا ؛په عنوان سره په یوه یاددښت کې  د قرآن  پس منظر اوعلمي معجزه ،د محلدانو لپاره یو نوی پیغام دی ؛،د قرآن کریم ډیر آیتونه چې د  مځکې پر کرې یو دلیل دی ذکر او تشریح شوی دی.

په دغه یاددښت کې راغلي دي؛ستورپيژاندي له ډيرو مطالعو وروسته دې واقعیّت ته ورسیدل چې مځکه ګول ده .البته  له ۱۴۰۰ کاله مخکې  قرآن کریم دغه حقیقت بیان کړی دی. پر دغې موضوع په ډيرو ایتونو کې ټينګار شوی دی  چې مځکه  د تیرو خلکو د تصوّر په اپوټه  د پاڼې په شان پرته نه ده ، او که مځکه ګول  نه وائ،نو په دغې سیارې کې  قوانین او پنځون به له مشکل سره مخ تکید او دپه دې کې د انسان ژوند ناممکن ؤ.

په قرآن کریم کې دا موضوع څو ځله په مختلفو بڼو سره راغلې او ورباندې ټينګار شوی دی ،ددې یو مثال د قرآن کریم  په غاشیه سورې 20 آيت کې  دی چې فرمائي ؛  وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ: او پر مځکه چې څرنګه غوړول شوې ده. د ؛سطحت ؛کلمه ، د خلکو په وړاندې د مځکې غوړیدا او صافې په معنا ده ، پر مځکې هرڅومره چې لاړ شې ، دا به په وړاندې بالکل مستقمیمه ومومې ، چې دا  دا یوازې د مځکې د دایرې په شکل کیدا سره ممکنه کیږي.

همداراز خداوندمتعال د یاسین سورې په 40 آیت کې فرمائي ؛ لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ:  نه لمر داسې جوړ دی چې میاشتې ته ورسیږي  او نه هم شپه  له ورځې مخکې کیدلی شي  او هر یو  پخپل مدار کې چورلي.

 دا هغو کسانو ته یو ځواب ؤ چې وئيل ئې ، ورځ له رڼا سره پیلیږي او بیا  له ختمیدا وروسته ،شپه راځي ،نو خداوندمتعال دوي ته فرمائي ؛ورځ له شپې  او شپه له ورخې  مخکې نه ده ،بلکې دواړه  په یووخت موجودې  دي ،یعني په داسې حال کې  چې  د مځکې له کرُې ځينې برخې تورتمې شي، نو نوره ځیني سیمې ئې  ورځ او رڼا ده  او دا موضوع ښئ چې  مځکه ګول ده...

خداوندمتعال د زمر سورې په 5 آیت کې هم فرمائي ؛ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَ يُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ: آسمانونه او مځکه په حقه پنځول شوي ، شپه له ورخې راچورلي  او ورځ پر شپې  او لمر  او میاشت مو خپل فرمان ته مسخر کړي دی ، هر یو په ټاکل شوي لار اومدار کې خپل حرکت ته دوام ورکوي، نو پوهه شئ  هغه ډير توانمن او  بخښونکی دی.

د ؛تکویر؛ کلمه ، د یو شي ګرځيدل او د  دایرې په شکل کیدا ده .ابن جریر طری  ددغه آیت په باب پخپل تفسیر کې لیکلي دي ،  چې خدای تعالی  ورځ کوي او بیا ئې تورتمه کوي او ورځ پر شپې راولي او  بله ورځ څنګة کوي او  بیا ورځ څرګندوي ، او دا موضوع ښئ چې شپه او ورځ په ګردشي بڼه او په یوه بل پسې راځي .  

captcha